ایکنا د دنیا نیوز له قوله راپور راکړ،عمران خان د پاکستان د اسلام اباد د احتساب ادارې په یوې دوسیې کې چې د القادر ټرسټ په لړ کې د درغلۍ په دلیل جوړه شوې،نن د اسلام اباد هائي کورټ په حکم سره دعدالت په حدودو کې د عدالت کوټې ته د ننوتو په حال کې ؤ ،ونیول شو.
د پاکستان د اسلام اباد هائي کورټ عدالت په دغې نیونې له خپلې خوا نوټس اخستی او د اسلام اباد د پولیسو آئي جي ئې سملاسي عدالت ته غوښتی چې په نیم ساعت کې دې عدالت ته حاضر شي او په کوم دلیل ئې د عدالت له حدودو دعمران خان په ضد دغه شان اقدام کړی دی.
داپه داسې حال کې دي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر راناثناءالله خان دعمران خان د نیولو دلیل د هغه درغلي بللې او وئيلي ئې دي ، چې دا یو قانوني اقدام دی او په دې اړه دې عدالت یا بل څوک د قانوني موضوعګانو په ارزونې کې بې ځایه دخالت نه کوي او اجازت دې ورکړي چې خپل قانوني اقدامات ترسره کړي.
په راپور کې وئيل شوي دي چې عمران خان له نیول کیدا وروسته د احتساب ادارې ودانۍ ته بیول شوی او دا هم وئيل شوي چې یو شمیر ډاکټرانو د هغه معاینه هم کړې ده .
دپاکستان د اسلام اباد پشمول په زیاترو ښارونو کې دعمران خان پلویان سړکونو ته راوتلی او په دې اقدام ئې سخت غبرګون ښودلی او ګواښ ئې کړی چې که عمران خان سملاسي خوشی نه شي نو د حالاتو ټولو مسئولیّت به د دکورنیو چارو وزیر او اوسني حکومت په غاړه وي او حالت به دترینګلتیا په لور لاړ شي.
https://dunya.com.pk/index.php/dunya-headline/HeadLineRoznama/722271_1